په کندهار ولایت کې ټرافیکي پیښې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کابل - کندهار په لویه لاره د ټرافیکی پیښې له امله ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
1980212
![په کندهار ولایت کې ټرافیکي پیښې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/573a/feac/8c55/644a49390ded1.jpg?time=1722044981)
په کندهار ولایت کې ټرافیکي پیښې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار ولایت ځايي مسئولینو ویلي دي چې نن سهار د کندهار-کابل پر لويه لاره په يوې ترافيکي پيښه کې ۶ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي
د کندهار د والي وياند حاجي زيد رسنیو ته ویلي دي چې پيښه د کابل-کندهار پر لويه لاره د دامان ولسوالۍ په مربوطانو کې د لويو مسافر وړونوکي موټر چپه کیدو له امله رامنځته شوي ده. هغه وايي په ټپیان کې د دو تنو روغتیايي وضعيت د انديښنې وړ دی. د کابل-کندهار پر لويه لاره وخت ناوخته د موټر چلونکو د بي احتياط له امله دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.