د افغانستان په لغمان ولایت کې د یوې کور د چت د نړېدو په پیښه کې ستره فاجعه رامنځته شوې ده .

په لغمان کې د یو کور د چت د نړېدو له امله ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

1971465
د افغانستان په لغمان ولایت کې د یوې کور د چت د نړېدو په پیښه کې ستره فاجعه رامنځته شوې ده .

د افغانستان په لغمان ولایت کې د یوې کور د چت د نړېدو په پیښه کې ستره فاجعه رامنځته شوې ده .

پيښه د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د قلعه  ټک په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د سیمه ایزو مسئولینو په وینا په الیشنګ ولسوالۍ کې د یو کور د چت د نړېدو له امله ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او یوه ۸ کلنه ماشومه ټپۍ ژغورل شوی ده.

عیني‌ شاهدانو سیمه ایزو رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پيښه د کور په چت د دیوار د غورځیدو او د دیوار د غورځیدو په نتیجه کې چت نړېدلې له امله رامنځته شوې ده .

ویل کیږي‌  هغه ۷ کسانو چې پدې پیښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی ټول په همدې یوه کوټه کې وو  چې  چت يي نړېدلې دی.


پيوندونه: #چت , #لغمان , #افغانستان

اړوند خبرونه