د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګی برید وشو.
په کابل کې ځانمرګی برید شوی
1965713

د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګی برید وشو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي دي چې نن د پلازمینه کابل دویمې امنیتي حوزې اړوند د ملک اضغر په څلور لارې کې د یوې امنیتي پوستې ترڅنګ ځانمرګی برید وشو.
هغه ویلي دي چې ځانمرګی برید کوونکی هدف ته د رسیدو نه مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا تشخیص او په نښه شو.
د ځانمرګي برید کوونکي د لمنځه وړو نه وروسته د هغه پورې تړل شوو چاودیدونکو توکو چاودنه وکړه چې په نتیجه کې ۶ تنه ملکي وګړي په شهادت ورسید او ګنشمیر نور ټپیان شول.
د ټکور په وینا پدې برید کې ۳ تنه طالبان هم ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.