په افغانستان کې تیرې شپې زلزلې په ګاونډ هیواد پاکستان کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان په هندوکش سیمه کې پرون ماسخوتن د ریښتر په کچه  ۶.۵ درجې په شدت سره د زلزلې له امله په ګاونډي هیواد پاکستان کې هم په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

1963263
په افغانستان کې تیرې شپې زلزلې په ګاونډ هیواد پاکستان کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان په هندوکش سیمه کې پرون ماسخوتن د ریښتر په کچه  ۶.۵ درجې په شدت سره د زلزلې له امله په ګاونډي هیواد پاکستان کې هم په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني مقاماتو په وینا د زلزلې ټکانونه د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان  په خيبر پښتونخوا او یو زیات شمیر نورو ایالتونو کې هم  په ډیره قوي توګه محسوس شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د زلزلې د قوي ټکنانونو په نتیجه کې د مړو شمېره ۹ ته رسېدلې او تر ۱۶۰ ډېر کسان  ژوبل  شوي دي. په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.

په دغه ایالت کې تر اوسه  د ۱۹ کورونو د زیان لیدولو نه خبر ورکړ شوی دی.

په افغانستان کې  د زلزلې له امله لږ تر لږه درې تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې زلزله د افغانستان په پلازمینه کابل، کونړ، لغمان، بدخشان، تخار،نورستان ، پنجشیر او ځیني نور ولایتونه هم لړزولي دي.

ویل کیږي دا زلزله د مځکې لاندې په ۱۸۸ کیلومترۍ ژوروالي سره رامنځته شوې وه.

کارپوهانو ویلي دي چې ددې زلزلې له امله د ډیرو زیاتو ځاني او مالي تلفاتو د نه  رامنځته کیدو لامل ډیره زیاته د مځکې لاندې رامنځته کیدل دي.

همداشان دې زلزلې د افغانستان په ځانګړي ټوګه شمالي ګاونډي لکه تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان هم سخت لړزولي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ویلي دي چې د الله په فضل پدې زلزله کې ډیر زیانونه ندي رامنځته شوي .

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ریښتر په کچه د ۶،۵ درجې زلزلې مرکز د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالي وه.

د زلزلې ټکانونه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد، لاهور، راولپنډۍ، کوېټه، پېښور او یو شمېر نورو ښارونو کې احساس شوي دي.

د جنوبي امریکا هیواد چیلي په مرکزي برخه کې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې زلزله وشوه.

د چیلي په پوهنتون کې د زلزلې ملي مرکز په وینا، د ۵.۶ درجې زلزله، چې مرکز یې د هیواد په میلپیلا ښار کې و، په ځایی وخت د ماسپښین په  ۲ بجو او ۳۸ دقیقو رامنځته شو.

د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه