د افغانستان د بلخ ولایت والي مولوي محمد داوود مزمل د خپل کار په دفتر کې په چاودنه کې ووژل شو.
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت په مقام کې چاودنه وشوه.

د افغانستان د بلخ ولایت والي مولوي محمد داوود مزمل د خپل کار په دفتر کې په چاودنه کې ووژل شو.
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت په مقام کې چاودنه وشوه.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري اناتولي خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد د ولايت په مقام کې د سيمه ييزو چارواکو په ګډون د اداري غونډې پر مهال شوى دى.
وزیري د دې خبرې په څرګندولو سره چې په دغه برید کې د بلخ والي محمد داوود مزمل په ګډون درې تنو ژوند د لاسه ورکړی . ویل کیږي پدي برید کې ۵ تنه ټپیان شوي دي.
عيني شاهدان وايي، د ولايت مقام ته امبولانسونه لېږل شوي او شاوخوا لارې يې د ترافيکو پر مخ تړلې دي.
تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.
د والي ویاند ویلي دي چې د برید په اړه څیړنې پیل شوي دي.
اړوند خبرونه

په فراه کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د فراه په ولایت کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.