طالبانو د اروپايي هیوادونو نه په افغانستان کې د خپلو سفارتخانو د بیرته پرانیستو غوښتنه وکړه.
متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن او ورسره پلاوي سره په کندهار ولایت کې وکتل.

طالبانو د اروپايي هیوادونو نه په افغانستان کې د خپلو سفارتخانو د بیرته پرانیستو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اروپايي ټولنې له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن او ورسره پلاوي سره په کندهار ولایت کې وکتل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپل ټویټر پاڼه کې د غونډې د محتوا په اړه څرګندونې کړې دي.
احمد د متقي له قوله وويل چې د افغانستان او اروپايي ټولنې د هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ښه کېدو لپاره بايد لازم ګامونه پورته شي او د اروپايي ټولنې هېوادونه دې وهڅول شي چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانيزي.
احمد دا هم یادونه وکړه چې متقي له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو له امله مننه وکړه.
د طالبانو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي نیکلسن ویلي چې طالبان واک ته له راتلو سره په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي ګامونه اخیستل شوي دي.
نیکلسن دا هم ویلي چې دوی به له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د اروپايي ټولنې هېوادونو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه هغه مهال په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل کله چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول.
اړوند خبرونه

په فراه کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د فراه په ولایت کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.