په سمنګان کې په یوې دیني مدرسه کې چاودنه شوې

د افغانستان په سمنګان ولایت کې په یوې مدرسه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۶ تنو زده کوونکو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1912991
په سمنګان کې په یوې دیني مدرسه کې چاودنه شوې

د افغانستان په سمنګان ولایت کې په یوې مدرسه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۶ تنو زده کوونکو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور رسنيو ته ويلي، چې نن ماسپخین د سمنګان ولايت د ايبک په  ولسوالۍ د الجهاد په نامه  یوې دیني مدرسه کې چاودنه شوې ده.

تکور ویلي دي  چې پدې  چاودنه کې لږ تر لږه لس زده کوونکي وژل شوي او ګڼ شمېر زده کوونکي ټپیان شوي دي. خو سیمه ایزو رسنیو بیا د مړو شمیره ۱۶ او ټپیانو شمیره ۲۸ تنه ښودلې ده.

حتا ځیني ځايي رسنیو بیا پدې پیښه کې د ۳۴ تنو زده کونکو د وژل کیدو ادعا کوي.

د پېښې ځای ته د لومړنیو مرستو ټیمونه استول شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.



اړوند خبرونه