د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځه وسله واله نښته شوې ده .

د افغانستان د طالبانو موقت حکومت پوله ساتو د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو سره وسله وال نښته کړې

1879924
د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځه وسله واله نښته شوې ده .

د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځه وسله واله نښته شوې ده .

د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځه د ډیورنډ جنجالي کرښې ترڅیرمه وسله واله نښته شوې ده .

د طالبانو د ویندویانو څخه  بلال کریمي ددې نښتې په اړه د خپل ټویټر پاڼې له لارې څرګندونې کړې دي.

کریمي ویلي دي نښته هله رامنځته شوه ، چې پرون د پاکستان پوځ غوښتل پولې تر څېرمه په یوه سیمه کې پوځي اډه جوړه کړي، چې  طالبانو مخالفت وکړ. وروسته د طالبانو غړي  د مسئلې د حل په خاطر له پاکستاني چارواکو سره د لیدو لپاره سیمې ته ورغلل چې د  پاکستاني پوځیانو له لورې پرې ډزې وشوې .

کريمي وويل، چې د طالبانو غړو هم ځوابي ډزې وکړې او زياته يې کړه، چې په دې پېښه کې دواړو خواوو ته ځاني تلفات اوښتي دي.

کریمي  وویل چې دا پېښه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان سیمه کې په سرحدي کرښه کې رامنځته شوې ده. هغه وویل چې د پیښې په اړه طالب مشرانو ته هر اړخیز معلومات ورکړ شوي دي او په اړه يي څيړنې دوام لري.

کریمي د دې خبرې په ټینګار وویل چې  "په اصولو کې" د ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې باید نظامي تاسیسات جوړ نشي.هغه پدې نښته کې  د طالبانو د غړو د مرګ ژوبلې دقیقې شمیرې په  اړه معلومات ورنکړل.

د ویلو ده چې د پاکستان پوځ بیا ویلي دي چې د افغانستان له لورې پر دوی د برید په نتیجه کې ۳ تنه سرتیري وژل شوي دي. هغوې ادعاء کړې ده چې  د افغانستان نه د پولې نه د پورې غاړې نه پر دوې برید شوی دی.

د ویلو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د  سرحدي ستونزو له امله وخت په وخت شخړې رامنځته کیږي

وروسته له هغه چې طالبان د تېر کال د اګسټ په ۱۵مه په  افغانستان کې واکمن شول، د کډوالو د تګ راتګ او سرحدي شخړو له امله کله ناکله د پاکستان او ایران پر پوله د دغو هېوادونو له امنیتي ځواکونو سره نښتې کوي.

د ډیورنډ کرښه چې افغانستان له پاکستان څخه بېلوي نه د افغانستان پخوانيو حکومتونو په رسمیت پیژندلې او نه يي طالبان په رسمیت پیژني.

پاکستان چې پر ډیورنډ په کرښه یې د اغزن تار لګولو هڅې ګړندۍ کړي، تمه لري چې دا پوله به د طالبانو لخوا په رسمیت وپیژندل شي.

کريمي د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيورنډ د جنجالي کرښې په اړه د تبصرې په ترڅ کې وويل: "د افغانستان او پاکستان پر پوله د ډيورنډ کرښې په رسمي توګه د منلو واک د افغانستان د خلکو په لاس کې دی، دا پریکړه باید د افغانستان خلک وکړي. "



اړوند خبرونه