په کاناډا کې دوو تنو برید کوونکو ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کاناډا په ساسکاچیوان ایالت کې دوو بریدګرو د چاقو په وسیله ۱۰ کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي

1875623
په کاناډا کې دوو تنو برید کوونکو ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کاناډا په ساسکاچیوان ایالت کې دوو بریدګرو د چاقو په وسیله ۱۰ کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د کاناډا د شاهي پولیسو د ساسکاچیوان واحد لخوا په ټولنیزو رسنیو کې په خپور کړي بیان کې ویل شوي چې ۳۱  کلن ډیمین سنډرسن او۳۰ کلن مایلس سنډرسن چې ګمان کیږي وروڼه دي، په ۱۳ ځایونو کې په چاقو سره په خلکو برید کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې نوموړو د یکشنبه په سهار رامنځته شوې ده .

د ساسکاچیوان ویاندې رونډا بلیکمور د ایالت په پلازمینه ریګینا کې په یوه خبري کنفرانس کې  وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي، ۱۵ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

 مونږ فکر کوو چې ښايي داسې کسان شتون ولري چې ټپیان شوي وي او په خپله ځانونه روغتون ته رسولي وي. موږ لا هم د دوو مشکوکو کسانو په لټه کې یو.

پولیسو د ټولنیزو رسنیو له لارې د شکمنو برید کوونکو  عکسونه هم خپاره کړي دي او خبرداری ورکړی دی چې دا کسان خطرناکه کسان دي او په نیولو کې د پولیسو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.



اړوند خبرونه