افغانستان یو ځل بیا زوروې زلزلې ولړزو

په افغانستان کې د ریښتر په کچه ۵،۳ درجې په شدت سره زلزله رامنځته شوې ده.

1875690
افغانستان یو ځل بیا زوروې زلزلې ولړزو

په افغانستان کې د ریښتر په کچه ۵،۳ درجې په شدت سره  زلزله رامنځته شوې ده.

 د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې اعلان کړی  چې  په افغانستان کې د ریښتر په کچه د ۵.۳ درجې په شدت سره  زلزله رامنځته شوې ده . دا زلزله  په سیمه ییز وخت د شپې په ۲ بجو او ۲۷ دقیقو  رامنځ ته شوه ده. زلزله د ځمکې په ۱۰ کیلومترۍ ژوروالي کې  رامنځته شوې ده .

 په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د زلزلې مرکز د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په ۳۸ کیلومترۍ کې د هېواد په ختیځ کې د پاکستان پولې ته څېرمه موقعیت درلود.

د زلزلې ټکانونه د هېواد په شاوخوا ولایتونو په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل او د پاکستان په سرحدي سیمو کې احساس شوي دي.

د ویلو ده چې  د جون په ۲۲ نیټه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ۵.۹ درجې  په شدت سره زلزلې له امله ۱۲۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

 په هیواد کې د زیربناوو نشتوالی په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې او له خټو څخه د کورونو د جوړولو له امله په زلزله کې د ځاني زیانونو کچه لوړوي.

پدې زلزله کې د ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.


پيوندونه: #افغانستان , #زلزله

اړوند خبرونه