په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې د ځاني تلفاتو شمیره اعلان شوه
په افغانستان کې سیلابونو لږ تر لږه ۱۸۲ تنه وژلي او ۲۵۰ تنه نور يي ټپیان کړي دي.
1872196
په افغانستان کې سیلابونو لږ تر لږه ۱۸۲ تنه وژلي او ۲۵۰ تنه نور يي ټپیان کړي دي. دا خبره د طالبانو د موقت حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وکړه.
مجاهد نن په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو د ځاني او مالي تلفاتو شمیرې اعلان کړې.
هغه وویل چې په ټول هیواد کې په وروستیو سیلابونو کې تر اوسه پورې ۱۸۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
همداشان پدې سیلابونو کې ۳۱۰۹ کورونه په بشپړ یا نسبي توګه ویجاړ شوي دي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو په سلګونو جریبه کرنیزې مځکې هم وړي دي او ویجاړې کړي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی