د افغانستان د پروان په ولایت کې سیلاوونو په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په افغانستان کې سیلاوونو یو ځل بیا د ګنشمیر کسانو ژوند واخیست
1867651
په افغانستان کې سیلاوونو یو ځل بیا په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله او په لسګونو کورونه يي ویجاړ کړل.
د باختر خبري اژانس د خبر له مخې د پروان په سیاه ګرد او شینوارو ولسوالیو کې د سېلاوونو راوتلو له امله ۱۷ تنه مړه شوي،ګن شمېر نادرکه شوي او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
ځايي خلک وایي چې یوازې د شینوارو ولسوالۍ د تیکمر په سیمه کې یو کلی چې ۳۰ کورنیو په کې ژوند کاوه په بشپړ ډول اوبو لاندې کړی.
سیمه ایزو مسئولینو ویلي دي چې کیدای شي چې د ځاني تلفاتو شمیره نوره هم لوړه شي.
همداشان سیمې ته د لازمو مرستو د رسولو په اړه چارې پيل شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی