د القاعدې د شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په برید کې ووژل شو.
امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره پر افغانستان برید کوي.

د القاعدې د شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په برید کې ووژل شو.
امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره پر افغانستان برید کوي.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا مرکزي استخباراتو CIA په افغانستان کې د وروستي برید تڼۍ کیمنډله.
د ویلو ده چې پدې برید کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري په نښه شوی وو. الظواهري په نړۍ تر ټولو مطلوبو ترهګرو د لست په سر کې ځای درلود.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه بیان کې وویل "دغه عملیات د خالي په ورځ زما په امر ترسره شول. استخباراتو د روان کال په پیل کې د الظواهري ځای معلوم کړ."
امریکا د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په یوه توغندي وویشتل.
سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ماښام وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد بریالي عملیات ترسره شوي او ولسمشر جو بایډن به په سیمه ییز وخت د ماښام په اوو بجو د کمرو په وړاندې راڅرګند شي. بایډن، چې د کمرې په وړاندې و، په یوه بیان کې وویل: "دا عملیات د شنبې په ورځ زما په امر ترسره شول، د الظواهري د کورنۍ هیڅوک په دې برید کې نه دي وژل شوي، ملکي تلفات شتون نلري. "
د امریکا د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکوي چې په دې بریاليوعملیاتو کې په نښه شوی کس ایمن الظواهري دی چې د نړۍ د ترټولو مطلوب ترهګرو لیست په سر کې ځای لري. اسوشیتید پریس د یوې مهمې سرچینې له قوله ویلي چې د افغانستان په پلازمینه کابل کې د یکشنبې په ماسپښین د بې پیلوټه الوتکې برید وشو. د اژانس په وینا، سپینې ماڼۍ تر هغه پورې بیان خپور نه کړ چې دا تایید کړي چې وژل شوی کس الظواهري دی او که نه.
اسوشیتید پرس وايي چې د وسله والو بې پیلوټه الوتکې برید د CIA لخوا ترسره شوی چې په ساحه کې د یوې امریکایی ډلې لخوا ملاتړ کیده. ایمن الظواهري چې له کلونو راهیسې څو ځله د وژل کیدو ادعاء شوې وه خو د وروستی ځل لپاره په اپریل میاشت کې په یوه ویډیو کې راڅرګند شو. د هغه دا ویدیو او انځورونه د القاعدې مشر د ژوند ثبوت وو.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه یادونه کوي چې امریکا چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه ووته، د لومړي ځل لپاره یو برید ترسره کړ. د طالبانو ادارې، چې په افغانستان کې واک لري، هوايي برید تایید کړی، خو د الظواهري یا نورو وژل کېدو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. طالبانو دا برید په کلکه غندلی او استدلال یې کړی چې د بې پیلوټه الوتکې برید له هغه تړون څخه سرغړونه ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اجازه ورکوي.
د ویلو ده چې دا برید د افغانستان په پلازمینه کابل کې د شیرپور په سیمه کې شوی دی.
د ویلو ده چې د تیرې یکشنبې پر ورځ د برید نه وروسته د افغانستان د ملي استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي وو چې امریکا په کابل کې د ډرون الوتکو برید وکړ.
هغه ویلي وو چې د خپلو سرچینو نه خبر ترلاسه کړی دی چې برید د امریکا لخوا د ډرون الوتکو سره شوی دی.
اړوند خبرونه

د القاعدې د شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په برید کې ووژل شو.
امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره پر افغانستان برید کوي.