په افغانستان کې د یونانا دفتر د بشري حقونو نه د طالبانو د سرغړونې په اړه راپور خپور کړی دی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده. دا خبره د یوناما لخوا په خپور شوي راپور کې شوې ده.

1857777
په افغانستان کې د یونانا دفتر د بشري حقونو نه د طالبانو د سرغړونې په اړه راپور خپور کړی دی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده. دا خبره د یوناما لخوا په خپور شوي راپور کې شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د "افغانستان د بشري حقونو" تر سرلیک لاندې په خپل راپور کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په لسو میاشتو کې په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپلې موندنې شریکې کړې.

په دغه راپور کې، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې او د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې پورې معلومات تر پوښښ لاندې راوستي، ویل شوي چې د افغانستان اوسنیو واکمنانو "خپلسري او صحرايي اعدامونه، شکنجه، خپلسري نیول، توقیف او ناوړه چلند" کړی دی.

د دې ترڅنګ په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د وینا ازادۍ او د ښځو د حقونو په برخه کې جدي سرغړونه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د داعش د افغاني څانګې په په بمي بريدونو کې ٧٠٠ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ١٤٠٦ نور ټپيان شوي دي.

د راپور له مخې، طالبانو ۱۶۰ تنه د صحرایي محاکمو په ترڅ کې وژلي، ۱۷۸ تنه په خپل سري توګه توقیف کړي، ۲۳ تنه زنداني کړي، ۵۶ تنه يي  شکنجه کړي او د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو سره ناوړه چلند کړی دی.

د طالبانو ادارې ۲۱۷ کسانو ته «غیر انساني جزا» ورکړې او ۱۱۸ ځله یې له حده زیات زور کارولی دی.

۱۷۳ خبریالان د بشري حقونو د سرغړونو له امله اغیزمن شوي، ۶ خبریالان وژل شوي، چې ۵ یې د داعش له خوا او یو یې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

۱۲۲ خپلسري توقیفونه او توقیفونه، ۵۸ ناوړه چلند، ۳۳ تهدیدونه او ۱۲ تنه د یوازیتوب بند محکوم شوي دي. د بشري حقونو ۶۵ فعالان د دغو عملونو له امله ناوړه اغېزمن شوي، ۴۷ نیول شوي او ۱۷ تنه په یوازیتوب بند محکوم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل شخصي ټویټر پاڼه  کې په یوه بیان کې ویلي چې دغه راپور حقیقت نه څرګندوي.

"په هېواد کې خپلسري وژنې او نيول نشته. که څوک په خپله خوښه څوک ووژني او يا يې بندي کړي، د شريعت له مخې مجرم ګڼل کېږي او محاکمه کېږي. په دې اړه د يوناما راپور ناسم او له پروپاګند پرته بل څه نه دي."



اړوند خبرونه