د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ یو ځل بیا یوې ډیرې زورورې زلزلې ولړزوله
په پکتیکا ولایت کې ډیره قوي زلزله رامنځته شوې ده

د افغانستان د پکتیکا ولایت یو ځل بیا زورورې زلزلې ولړزو.
د ویلو ده چې پرون دوشنبه د چنګاښ ۲۷ مه نيټه د مازیګر په ساعتونو کې د پکتیکا او خوست ولایتونه زورورې زلزلې ولړزول.
زلزلې د پکتیکا د ګیان او زیروک په ولسوالیو کې او د خوست په ځینو برخو کې د پام وړ ځاني او مالي زیانونه رامنځته کړي دي.
د پکتیکا مقاماتو نن خبري رسنیو ته ویلي دي چې په سیمه کې د زلزلې ټکانونه دوام لري او د پرون راهیسې ۳۰ ټکانونه رامنځته شوي دي چې اوس هم دوام لري.
همداشان پدې زلزله کې یواځې د ګیان او زیروک په ولسوالیو کې د څه باندې ۳۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی شوی دی چې ولایت روغتونونو ته انتقال شوي دي.
په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
د بله پلوه ځايي مسئولینو ویلي دي چې د ګیان ولسوالۍ د ږلۍ په کلي کې د زلزلې وروسته د مځکې نه ډاروونکې غږونه اوریدل شوي دي.
ځايي مسئولینو له حکومت نه سیمې ته سمدلاسه د یوې متخصصې ډلې د راستولو او ددې غږونو د څیړولو غوښتنه کړې ده .
د ځايي مسئولینو په وینا د سیمې خلک ددې غږونو له امله ډیر اندیښمن دي.
اړوند خبرونه

د القاعدې د شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا په برید کې ووژل شو.
امریکا له افغانستانه له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره پر افغانستان برید کوي.