په افغانستان کې د رامنځته شوې خونړۍ زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۱۵۰ تنو ته لوړه شوه
په افغانستان کې د چار شنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۱۵۰ تنو ته لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د چار شنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۱۵۰ تنو ته لوړه شوې ده.
د طالبانو يوه جګپوړي چارواکي او د باختر د دولتي خبري اژانس رئيس عبدالواحد ريان د پنجشنبې په ورځ د انادولو خبري آژانس ته وويل چې په دغه زلزله کې چې د هېواد د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې کې د ريښتر په کچه د ۶ عشاریه یو درجې په شدت سره رامنځته شوې وه تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۱۵۰ تنه وژلي او تر ۱۶۰۰ تنو ډیر کسان يي ټپیان کړي دي.
هغه زیاته کړه، څه باندې ۱۸۰۰ کورونه نړېدلي دي.
د ژغورنې ډلې د ټپيانو او د مړو د را ايستلو لپاره پرته د ځنډه کار ته دوام ورکوي. د چپه شوو کورونو د خاورو او ګټو د پاکولو چارې هم دوام لري.
چارواکي وايي، له پاکستان، قطر او ایران څخه بشري مرستې دغه هېواد ته رسېدلي دي.
پکتیکا او خوست د افغانستان تر ټولو زیات ځپل شوي ولایتونه دي چې د زلزلې له امله یې ګڼ شمیرکلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د ویلو ده چې زلزلې تر ټولو زیات د پکتیکا ولایت ته زیانونه اړولي دي.
د ځایي خلکو په وینا، د چهارشنبې په ورځ په ډله ایزه توګه جنازې خاورو ته وسپارل شوې.
د پکتيکا ولايت يوه ځايي اوسېدونکي جمعيت الله له انادولو اژانس سره په ټيلېفوني خبرو کې وويل: "زموږ کورونه نړېدلي او موږ مجبور يو چې تر خلاص اسمان لاندې ژوند وکړو."
ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازک دى.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران په یوه ټویټ کې ویلي " موږ خوراکي توکو او سرپناه ته اړتیا لرو."
د چهار شنبې په ورځ، په افغانستان کې د طالبانو موقت حکومت د قربانیانو لپاره د ۱ میلیارد افغانیو د مرستې بسته اعلان کړه.
اړوند خبرونه

په هرات کې د امنیتي منسوبینو د حملې پر موټر وسله وال برید شوی
د افغانستان په لویديځ کې په هرات ولایت کې د امنیتي ځواکونو د حملې پر موټر وسله وال برید شوی دی.

په افغانستان کې د پکتيکا ولايت د ګيان او برمل ولسواليو زلزله ځپلو کليو ته د بشري مرستو رسول پيل شول.
په افغانستان کې زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو لړۍ پيل شوې ده