د افغانستان پلازمینې کابل کې درنده چاودنه شوې ده .

په کابل کې یو ځل بیا په یو جومات کې درنده چاودنه شوې

1820622
د افغانستان پلازمینې کابل کې درنده چاودنه شوې ده .

د افغانستان پلازمینې کابل کې درنده چاودنه شوې ده .

د کابل نه ترلاسه شوي‌ رپوت کې ویل شوي‌ دي‌ چې  نن جمعه د ۲۰۲۲ میلادي‌ کال د اپریل ۲۹ مه نیټه د مازیګر په ناوخته ساعتونو کې د د دارلامان په سیمه کې په یو جومات کې درنده چاودنه شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودنه د خلیفه صاحب په جومات شوې ده .

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران ویلي‌ دي‌ چې نن د مازیګر د ۴ بجو او لسو دقیقو په شاوخوا کې د کابل د شپږمې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې د علاوالدین په درې سرکه کې په یو خلیفه صاحب په جومات کې چاودنه وشوه. هغه ویلي‌ دي‌ چې چاودنه په جومات کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې  چاودنه کې  لږ تر لږه ۵ تنه مړه او تر شلو ډیر نور ټپیان شوي‌ دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د ویلو ده چې  پدې وروستیو کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په جوماتونو بریدونه ډیر شوي‌ دي. 



اړوند خبرونه