د افغانستان په شمال کې کندوز ولایت کې چاودنه وشوه.
په کندوز ښار کې په یو دوکان کې چاودنه شوې
1818816

د افغانستان په شمال کې کندوز ولایت کې چاودنه وشوه.
د سیمې خلکو د چاودنې پخلی کړی دی. سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې چاودنه د ښار په مرکز کې رامنځته شوې ده .
ویل کیږي چاودنه د رستاق آباد سیمې په نهم سړک کې په یو دوکان کې شوې ده. پدې سیمه کې ډیری شیعه ګان اوسیږي.
په چاودنه کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي دي. د ټپیانو دقیقه شمیره هم معلومه نده.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
همداشان طالبانو هم د چاودنې په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په افغانستان کې په شیعه میشتو سیمو بریدونه ډیر شوي دي.