د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده.
په کابل کې نن یو ځل بیا چاودنه وشوه
1814961
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده.
نن چارشنبه د اپریل ۲۰ مه د غرمې نه مخکې د کابل د قوای مرکز په سیمه کې چاودنه وشوه.
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه په یو موټر شوې ده.
ویل کیږي چاودنه د طالبانو پر موټر شوې ده . د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
د کابل امنیتي مسئولینو تر اوسه پورې د چاودنې په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې پرون هم په کابل کې د دشتې برچې په سیمه کې پر ښوونځي او یوې تعلیمي ادارې درې پرله پسې بریدونه وشو چې په نتیجه کې ګڼشمیر زده کوونکو او عام خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی