طالبانو د موقت حکومت په مشرتابه او کابینه کې د هر ډول تغیر او تبدیل په اړه ادعاګانې رد کړې

د طالبانو ویاند د افغانستان د  لنډ مهاله حکومت د مشرتابه او کابینه کې  د هر ډول تغیر او تبدیل په اړه ادعاګانې رد کړې.

1801232

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  وویل ټول هغه ادعاګانې چې ګواکې د لنډ مهاله حکومت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند پر ځای د رئیس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني‌ برادر ټاکل شوی دی حقیقت نلري. هغه وویل چې دا یواځې اوازې دي‌ او د حکومت په مشرتابه او کابینه کې هیڅډول تغیر او تبدیل ندی راغلی.

د ویلو ده چې د مصر د الاهرام  رسنۍ ادعاء کړې وه چې په کندهار کې د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د لنډمهاله حکومت د مشرتابه او کابینې د ځینو غړیو د تغیر او تبدیل پریکړه شوې ده .

یاد شوې رسنۍ ویلي‌ وو چې ملا هبت الله د لنډمهال حکومت د رئیس الوزرا ملا حسن اخند پر ځای ملا برادر د رئیس الوزرا په توګه او سراج الدین حقاني‌ د رئیس الوزرا د لومړي‌ مرستیال او کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه په دندو ګمارلي‌ دي.

یادې شوې رسنۍ ویلي‌ وو چې طالبان ددې ګام سره غواړي‌ چې په نړۍواله کچه خپل انځور ښه کړي‌ او د نړۍ لخوا ددوې د په رسمیت پيژندو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

اړوند خبرونه