په افغانستان کې د خلقیانو د دورې د دفاع وزیر  شهنواز تڼی په پاکستان کې ومړ.

د افغانستان پخوانی د دفاع وزیر شهنواز تڼې ومړ

1790873
په افغانستان کې د خلقیانو د دورې د دفاع وزیر  شهنواز تڼی په پاکستان کې ومړ.

په افغانستان کې د خلقیانو د دورې د دفاع وزیر  شهنواز تڼی په پاکستان کې ومړ.

 

د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې پخوانی دفاع وزیر شهنواز ټنی د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله په پاکستان کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

 

د شهنواز تڼي‌ کورنۍ د هغه د مړینې پخلی کړی دی. کورنۍ ویلي‌ دي‌ چې  ټنی د ورپیښې شوې ناروغۍ د درملنې په موخه  دوه اونۍ مخکې د پاکستان پلازمینې  اسلام آباد ته تللی وو چې نن دوشنبه د مارچ ۷ نیټه د سهار په ساعتونو کې ومړ.

 

د یادولو وړ ده چې شهنواز تڼي‌ د  دفاع وزیرۍ په دوره کې  د ډاکټر نجیب پر حکومت پوځي‌ کودتا وکړه چې دا کودتا ناکامه شوه.

 

نوموړی د کودتا نه وروسته پاکستان ته وتښتید .

 

شهنواز تڼی په ۱۳۲۸ لمریز کال کې د افغانستان د خوست په ولایت کې زیږدلی دی. تڼي‌ پوځي زده کړې په کابل او روسیه کې کړي‌.

 

همداشان هغه د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند د مهمو غړیو نه یو وو.

  

هغه هیواد ته د راستنیدو نه وروسته یو ځل بیا په سیاسي‌ فعالیتونو پيل وکړ. هغه د سولې د جنبش په نامه ګوند کړ او ددې ګوند مشري‌ کوله.



اړوند خبرونه