د امیر خان متقي‌ په مشرۍ د طالبانو هیئت سبا ناروې ته سفر کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي‌ په مشرۍ یو هیئت  د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د افغانستان په اړه په جوړیدونکې کنفرانس کې د ګډون په موخه ناروې ته سفر کوي.

1766381
د امیر خان متقي‌ په مشرۍ د طالبانو هیئت سبا ناروې ته سفر کوي

د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي‌ په مشرۍ یو هیئت  د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د افغانستان په اړه په جوړیدونکې کنفرانس کې د ګډون په موخه ناروې ته سفر کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې  پرون د سرپرست بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي‌ په مشرۍ هیئت ناروې ته د سفر نه مخکې ددې کنفرانس په اړه غونډه وکړه. په غونډه کې د ناروې د سفر او یو زیات شمیر نورو مهمو مسئلو خبرې وکړې او سفر ته خپل اماده ګي‌ وښوده.

د بله پلوه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي‌ چې طالبانو ته د جنوري‌ د ۲۳ او ۲۵ مو نیټو ترمنځه په اوسلو کې په جوړیدونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده .

ویل کیږي‌ پدې ناسته کې به د طالبانو د استازو سربیره د افغانستان د مدني‌ ټولنو او نړۍوالو ټولنو استازیو هم برخه واخلي.

طالبانو هیئت به ناروې حکومت، بعضو متحدو هیوادونو او ملکي‌ ټولنو د استازو سره لیدنې وکړي.

ناروې دا نده ویلې چې پدې ناسته کې به د کومو هیوادونو استازي‌ ګډون وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د روان بشري‌ وضعیت په اړه جدي اندیښنه ښودلې  او پدې هیواد کې پدې وروستیو کې د رامنځته شوو پيښو او تحولاتو نه چې په میلیونونو تنه ترینه اغیزمن شوي‌ دي‌ د یو ستر بشري‌ ناورین په توګه یادونه وکړه.

وزیرې وویل چې طالبانو ته پدې ناسته کې بلنه ورکول او یا د هغوې سره لیده کاته  هغوې ته د مشروعیت ورکولو او یا د رسمیت پیژندو په اړه هلې ځلې ندي‌ یواځې د افغانستان د اداره کوونکو سره په روان وضعیت او بد بشري‌ حالت خبرې کول دي.

هغې وویل چې په افغانستان کې بشري‌ ناورین ته باید اجازه ورنکړو. د سیاسي‌ بحران د لا ژورتیا چې لا سترو فلاکتونو ته زمینه برابروي‌ باید مخه ونیسو.



اړوند خبرونه