کابل کې چاودنه شوې

د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده

1763618
کابل کې چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .

د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې نن دوشنبه د جنوري‌ ۱۷ مه نیټه د کابل ښار د پنځمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودنه د سړک غاړې ماین د چاودیدو له امله رامنځته شوې ده .

په چاودنه کې د ځاني‌ تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته . د چاودنې مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د کابل امنیتي‌ مسئولینو د چاودنې په اړه څه ندي‌ ویلي.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه