د افغانستان په بادغیس په ولایت کې د زلزلې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
په بادغیس کې ولایت کې زلزلې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
1764022

د افغانستان په بادغیس په ولایت کې د زلزلې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د افغانستان د باختر خبري اژانس ویلي دي چې نن دوشنبه د جنوري ۱۷ مه نيټه په ځايي وخت د ماسپخین په دوو بجو د بادغیس ولایت د قادس په ولسوالۍ کې زلزله رامنځته شوه چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي دې زلزلې د بادغیس ولایت په مرکز کې هم درانده مالي زیانونو اړولي دي.
سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې کیدای شي چې د ځاني زیانونو شمیره لوړه شي.
د بله پلوه د امریکا د مځکپیژندنې ادارې ویلي دي چې ددې زلزلې مرکز د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ختیځ لوري ته په ۴۱ کیلومترۍ کې سیمه ده.
زلزله د ۵ عشاریه ۳ په شدت سره د مځکې لاندې په ۱۸ کیلو مترۍ کې رامنځته شوې ده.