د طالبانو مشر ملا هبت الله تیره ورځ په کندهار کې په یوې غونډه کې ګډون وکړ

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند تیره ورځ په کندهار ولایت کې ددې ولایت د مسئولینو په ګډون په جوړه شوې یوه لویه غونډه کې ګډون وکړ.

1754663
د طالبانو مشر ملا هبت الله تیره ورځ په کندهار کې په یوې غونډه کې ګډون وکړ

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند تیره ورځ په کندهار ولایت کې ددې ولایت د مسئولینو په ګډون په جوړه شوې یوه لویه غونډه کې ګډون وکړ.

د طالبانو مشر پدې غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې طالبانو پوځي او ملکي ټولو مسئولینو ته لازمې لارښوونې او ځینې سپارښتنې وکړې.

هغه وویل چې زمونږ مبارزه د افغانستان د ازادیدو او پدې خاوره کې په بشپړه توګه د شرعي نظام د ټینګولو په موخه وه.

هغه زیاته کړه چې په ټول هیواد کې شرعي نظام حاکم شوی دی . اوس ټولو ته پکار داده چې ددې نظام د ټینګښت، پرمختګ او ولس ته د هوسا ژوند برابرولو په برخه کې شپه و ورځ کار وکړو.

هغه وویل چې ″ زما  لخوا د اعلان شوې عفوې درناوی وکړۍ ، او د تیر نظام کارکوونکو ته د تیرو جرمونو سزا مه ورکوۍ.

ددې هیواد هر وګړی زموږ لپاره قدرمن دی،د افغانانو قدر او عزت په خپله خاوره کې دی په پردي وطن کې ندی. همدلته پاتې شۍ او له هیواده مه وزۍ. ″

هغه په مسئولینو، علماو، قومي مشرانو ، والیانو او ولسوالانو غږ وکړ چې دې خلکو ته قناعت ورکړي او دوې پدې پوه کړي چې ددوې قدر او عزت په خپله خاوره کې دی.

هغه وویل چې ټولو افغانان سترګې او تمه مونږ ته ده  او تاسې باید ددوې د امن وسیله وګرځۍ او دوې ته ډاډ ورکړۍ. ددوې د عزت ساتنه وکړۍ.

همداشان هغه په طالبانو غږ کړی دی چې پخپله د مسئولیت یا دندو غوښتنه مکوۍ، کومه دنده او مسئولیت چې درته وسپارل شو هغه په ډیره ښه توګه پر ځای کړۍ. د خپلو مشرانو اطاعت وکړۍ.

د مشرتابه له لوري ټاکل شوي اصول ، طررالعملونه او لایجې په ښه توګه عملي کړۍ او خپل سرو کړنو نه ډډه وکړۍ.

داسې چلند او مسئولیت اداء کړۍ چې سبا په روڼو سترګو دې ملت ته وکتلای شۍ.

همداشان هغه مسئولینو ته سپارښتنه کړې چې خپل مسئولیت لا په ښه توګه د اجرا کولو په خاطر د علماو سره سلامشورې وکړۍ.

په ولس هیڅکله ظلم مکوۍ ځکه چې زما پرې ډیره خوا بدیږي. د ظلم نتیجه ډیره بده ده.

الله تبارک و تعالی چې تاسې ته نن ورځ دا کوم اسباب درکړي ددینه د ظلم لپاره کار مه اخلۍ بلکې  د ښېګڼې په لاره کې وکاروۍ او عاجزي وکړۍ.

د ویلو ده چې د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو نه وروسته ددوې مشر ملا هبت الله د دویم ځل دی چې راښکاره کیږي او په یوې غونډه کې ګډون کوي.

ملا هبت الله د دسمبر د میاشتې په ۸ مه نيټه هم د بیان په خپرولو سره طالبانو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړې وې.

پدې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو لخوا د پخواني حکومت د ځينو کارکوونکو د شکنجه کولو ویدیو ګانو زور اخیستی دی چې دې مسئلې د خلکو ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي.



اړوند خبرونه