په کابل کې د امریکا پر خلاف ستره مظاهره وشوه
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د امریکا پر خلاف ستره مظاهره وشوه.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د امریکا پر خلاف ستره مظاهره وشوه. د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو نه وروسته پدې هیواد ټولې نړۍوالې مرستې پرې شوې او امریکا د افغانستان اړوند ټولې شتمنۍ کنګل کړې.
په کابل کې په سلګونو تنو نن د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو د کنګلولو په اړه مظاهره وکړه. په سلګونو تنو چې په لاسونو کې شعارونه انتقالول مرګ په امریکا شعارونه ورکول.
مظاهره کوونکو د نړۍوالې ټولنې لخوا پر افغانستان د مرستو د پرې کولو او د امریکا پر خلاف د افغانستان د مالي سرچینو د کنګلولو له امله سخت غبرګون وښود.
مظاهره کوونکي چې ټول نارینه وو پيسې زمونږ حق دی، خلک د ولګې پر وړاندې چپه خوله نه پاتې کیږي، زمونږ کنګل شوې پيسې ازادې کړۍ، نړۍواله ټولنه دې په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیسي، ولې زمونږ پيسې نه خلاصوۍ، مرګ پر امریکا، ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه ولې پر افغانانو سترګې پټوي، افغانان اقتصادي فشارونو هیڅکله هم غاړه نږدي په څیر شعارونه ورکول.
د ویلو ده چې ملګروملتونو سازمان خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې په سږني ژمي کې نږدې ۲۳ میلیونه تنه انسانان د ولګې سره مخامخ دي.
ملګرو ملتونو سازمان هم د نړۍوالې ټولنې نه د افغانستان سره له سره د مرستو د پيلولو غوښتنه کوي.