د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو تشکیلاتو اعلامیه
د اسلامي همکاریو تشکیلاتو افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په خاطر د اسلامي پراختیايي بانک په چوکاټ کې د بشري مرستو د امانتدارۍ د صندوق د جوړولو پریکړه وکړه

د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ۱۷ مه فوق العاده غونډه کې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په خاطر د اسلامي پراختیايي بانک په چوکاټ کې د بشري مرستو د امانت صندوق د جوړولو پریکړه وشوه.
د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ۱۷ مه فوق العاده غونډه کې د افغانستان د بشري وضعیت اړوند ګډه پریکړه او د اسلام آباد اعلامیه د رایو په اکثریت سره ومنله.
د اسلامي همکاریو تشکلاتو په اعلامیه کې افغانستان ته د مرستو د رسولو په خاطر هر د راتلوونکي کال د لومړۍ ربع پورې د اسلامي پراختیايي بانک نه ددې بانک په چوکاټ کې د بشري مرستو د امانتدارۍ د صندوق د جوړولو غوښتنه وکړه.
همداشان پدې اعلامیه کې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د غړیو هیوادونو په ګډون په نړۍوالې ټولنې د افغانستان سره د بشري مرستو د ترسره کولو او ددې هیواد اقتصاد د افلاس د مخنیوي په خاطر ددې هیواد اړوند کنګل شوو شتمنیو د خلاصولو غوښتنه شوې ده . په اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان د کنګل شوو مالي سرچینو خلاصون به د اقتصادي فعالیتونو د راژوندي کولو سره ډیر مرسته وکړي . همداشان ددې هیواد د کنګل شوو شتمنیو د خلاصون په خاطر باید حقیقي لارې او چارې ولټول شي.
د اسلامي همکاریو تشکیلاتو پریکړه وکړه چې د افغانستان سره د مالياو بشري مرستو جریان له سره د پیلولو لپاره د مالي او بانکي کانالونو پر وړاندې پراته ټول خنډونه باید لرې کړی شي. دا کار باید د ملګروملتونو اداراتو له طریقه وشي.
همداشان په اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت د پراخبسټه او ټولشموله حکومت د رامنځته کولو په خاطر د لا زیاتو هلو ځلو، ښځو او نجونو په ګډون د هیواد ټولو اقشارو ته په حکومت کې د ځای ورکولو غږ کړی دی.
همداشان په افغانستان کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په خاطر دې هیواد ته د واکسین د لیږولو په خاطر باید د روغتیا نړۍوال سازمان سره تماس ونیول شي او افغانستان د ترهګرو سازمانونو پر خلاف په مبارزه کې باید لا کوټلي ګامونه اوچت کړي.
پدې اعلامیه کې راغلي دي چې اسلامي همکاریو تشکیلات په افغانستان کې د غلې د امنیت په برخه کې د اسلامي غلې د امنیت د تشکیلاتو نه د افغانستان په اړه د لازمونو ګامونو د اوچتولو غوښتنه شوې ده .
همداشان طارق علي بخت د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو تشکیلاتو د ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
اړوند خبرونه

په فراه کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د فراه په ولایت کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.