امریکا : په کابل کې د ډرون د برید په اړه به هیڅوک مجارات نشي
امریکا متحده ایالتونو ویلي دي چې په کابل کې په یو کور د ډرون د برید په اړه چې ډیری ماشومانو په ګډون لسو تنو ملکي وګړو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو هیڅوک مجازات نکړي .
امریکا متحده ایالتونو ویلي دي چې په کابل کې په یو کور د ډرون د برید په اړه چې ډیری ماشومانو په ګډون لسو تنو ملکي وګړو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو هیڅوک مجازات نکړي .
دا خبره د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کیبري وکړه.
کیبري وویل چې د روان کال د اګست په ۲۹ مه نيټه د کابل نه د امریکايي ځواکونو د تخلیې پر مهال د امریکايي ځواکونو لخوا په کابل کې په یو کور د ډرون برید په اړه چې په نتیجه کې لسو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی وو تحقیقات بشپړ شوي دي.
د نوموړو تحقیقاتو د بشپړیدو نه وروسته د امریکا د مرکزي قوتونو قومندان جنرال مک کینزي او د خاصو قوتونو قومندان جنرال ریچارد کلارک ددې پيښې په اړه خپل نظر او د تحقیقاتو نتایج دفاع وزیر لوید استین ته استولي دي.
کیبري وویل چې دفاع وزیر ته په راستول شوو نتایجو او د مرکزي او خاصو قوتونو د قومندانانو په شخصي نظرونو کې چاته د فردي مجازاتو ورکولو په اړه کومه خبره شتون نلري.
هغه وویل نشي کولی چې د راپور ټول نتایج د رسنیو سره شریک کړي خو دا خبره غواړم وکړم چې ددې پيښې په اړه به هیڅوک مجازات نشي.
د یادولو وړ ده چې امریکايي ځواکونو د طالبانو لخوا د کابل د نیولو نه وروسته د اګست په ۲۹ مه نيټه د افغانستان نه په کامله توګه د وتو نه مخکې په کابل کې په یو کور د ډرون برید وکړ . پدې برید کې د ۷ تنو ماشومانو په ګډون لسو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ.
دې برید د امریکا د مرکزي قوتونو او استخباراتو ترمنځه د ناسمو استخباراتو په اړه ناندرۍ پیل کړې. امریکا مرکزي قوتونو قومندانۍ ددې برید په اړه تحقیقات پيل کړل.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی