فیلیپو ګراندي : پدې وروستیو اونیو کې د افغانستان د وتوونکو افغانانو شمیره ډیره زیاته لوړه شوې ده
د ملګروملتونو سازمان د کډوالو عالي کمنشنر فیلیپو ګرانډي : په افغانستان کې په دولت او اقتصاد کې روان بحران لا زیات مخ په ژوریدو دی.
پدې وروستیو کې د افغانستان نه د وتوونکو په شمیره کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دا خبره د ملګروملتونو سازمان د کډوالو عالي کمنشنر فیلیپو ګرانډي وکړه.
ګرانډي د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ته د افغانستان د وروستي وضعیت او کډوالو د بحران په اړه معلومات ورکړل.
همداشان هغه د افغانستان نه د کډوالۍ د نوې څپې په اړه هم خبرداری ورکړ.
هغه وویل چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه تنه د فقر په اخره درجه کې ژوند کوي او د خوراکي توکو ، سرپناه ، د څښکاک د پاکو اوبو او روغتیايي خدمات د نشتوالي سره مخامخ دي. هغه خبرداری ورکړ چې نږدې درې نیم میلیونه تنه انسانان د نښتو له امله بې ځایه کیدو د ګواښ سره مخامخ دي.
هغه د افغانستان د اقتصادي ستونزو په اړه هم خبرداری ورکړ او وویل چې د بشري مرستو سره ددې هیواد د اقتصاد ژغورل ناممکنه خبره ده.
همداشان ددې اساسي ستونزې په مقابل کې د افغانستان په ډیر کلاره پرمختګ ډیر خطرناک دي.
همداشان هغه د افغانستان نه د کډوالۍ د نوې څپې د پيلیدو په اړه هم خبرداری ورکړ. هغه وویل چې پدې وروستیو اونیو کې د هیواد نه د وتوونکو افغانانو شمیره ډیره زیاته لوړه شوې ده . ډیری افغانان د هیواد نه د وتو په لټه کې دي. په دولت او اقتصاد کې ستونزې د لا ژوریدو په حال کې دي. ګاونډیو هیوادونو او نورو هیوادونو ته په تیښتو پیل شوی دی. د کډوالو دا نوې څپه کیدای شي چې جدي ستونزې رامنځته کړي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی