د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده.

په کابل کې چاودنه شوې

1740545
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده.

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن سې شنبه د نوامبر ۳۰ مه نیټه د سهار د نهو بجو او ۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د کابل د اومې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې د حبیبې لیسې تر څیرمه  پر طالبانو چاودنه شوې ده .

ویل کیږي‌ چاودنه د طالبانو په یو موټر شوې ده . پداسې حال کې چې د طالبانو تر اوسه پورې ددې پيښې په اړه څه ندي‌ ویلي‌ خو عینې شاهدانو بیا خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د چاودنې نه وروسته ګنشمیر امبولانسونه سیمې ته راغلل او ټپیان يي روغتونونو ته انتقال کړل.

ځینو خبري‌ رسنیو بیا د عیني‌ شاهدانو له قوله پدې چاودنه کې د ۵ تنو د ټپي‌ کیدو نه خبر ورکړی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه