طالبانو امریکا متحده ایالتونو ته د کډوالۍ د سترې احتمالي څپې د پیلیدو په اړه خبرداری ورکړ.
طالبان : که چیرې امریکا د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ خلاصې نکړي د هیواد نه به د کډوالۍ سترې څپې پيل شي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د امریکا کانګرس ته یو سرخلاصی لیک استولی دی. متقي پدې لیک کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو کنګلول د ستونزو حل بلکې د ستونزو زیږونکی یو اقدام دی.
هغه ویلي دي چې د امریکا دا اقدام او پریکړه د دوحې د تړون نه په ښکاره توګه سرغړونه ده.
متقي ویلي دي د افغانستان خلک چې د اوږدو کلوو جګړې نه وروسته د لومړي ځل لپاره واقعي سولې او امنیت ته رسیدلي دي اوس د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو د کنګلولو سره د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
هغه د امریکا نه هر څه ژر د افغانستان د کنګل کړو شتمنیو د خلاصولو غوښتنه کړې او خبرداری ورکړی چې د نه خلاصولو په صورت کې کیدای شي چې د افغانستان خلک او حکومت د یو ستر بحران سره مخامخ شي.
هغه خبرداری ورکړی که چیرې د افغانستان وضعیت په همدې ډول دوام وکړي کیدای شي چې د هیواد نه د کډوالۍ سترې څپې پيل شی چې دا به په سیمه او نړۍ کې د جدي انساني او اقتصادي بحران لامل وګرځي.
مقتي ویلي دي چې د افغانستان اړوند د شتمنیو کنګلولو په هیواد کې روغتیا نه نیولې تر پوهنې ټول عامه خدماتو سکتورونه د جدي ګواښونو سره مخامخ کړي دي. پر ټولو عامه خدماتو يي ډیر منفي اغیزه کړې ده .
افغانان يي د جدي ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.
متقي پر امریکا د افغانستان د روانو ستونزو د حل په برخه کې د هر څه ژر ګامونو د اوچتولو غږ کړی دی. هغه د امریکا نه د افغانستان د ټولو شتمنیو د خلاصونو او پر بانکي حسابونو لګول شوو بلاکونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده .
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی