په کندهار کې د جمعې د لمانځه پر مهال د جومات په دننه کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
تیره جمعه په کندوز ولایت کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې د چاودنې نه وروسته پدې جمعه کې په کندهار ولایت کې د جومات په دننه کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه

د افغانستان په کندهار ولایت کې د جومات دننه د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده .
د کندهار ولایت نه ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو د یو جومات په منځ کې شوې ده .
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د کندهار په لومړۍ ناحیه کې د امام بارګاه په جامع جومات کې دننه رامنځته شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سره ددې چې تر اوسه پورې د ځاني تلفاتو دقیقه شمیره معلومه نده خو ویل کیږي چې تر اوسه پورې ۳۲ تنه مړه او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پيښې د ځای نه په نشر شوو ویدیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې د مرګ ژوبلې شمیره د ښودل شوې شمیرې نه ډیره زیاته لوړه ده.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې د تیرې جمعې پر ورځ هم د افغانستان د کندوز په ولایت کې د شیعه ګانو د یو جامع جومات په دننه کې چاودنه شوې وه چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د تیر برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو. ددې برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.