په کندوز ولایت کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې

د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال  چاودنه شوې ده

1716842
په کندوز ولایت کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې

د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال  چاودنه شوې ده .

ځايي سرچینو ویلي‌ دي‌ چې چاودنه  کندوز ښار مرکز خان آباد  کې  په یو  جامع جومات کې رامنځته شوې ده .

سره ددې چې تر اوسه پورې ددې چاودنې په نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني‌ تلفاتو دقیقه شمیره معلومه ده خو ځايي رسنیو تر پنځو ډیرو کسانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو نه خبر ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي‌ دي‌ چې نن د کندوز ولایت مرکز اړوند د خان آباد بندر سیمه کې د اهل تشیع هیوادوالو په یو جومات کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې ګنشمیر لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د پيښې نه وروسته سمدلاسه ځانګړي‌ ځواکونه او سیمې ته رسیدلي‌ او د پيښې په څیړنې پيل کړی دی.

د بله پلوه عیني‌ شاهدانو د مرګ ژوبلې شمیره ډیره زیاته لوړه بللې ده .

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی دی.

د ویلو ده چې لنډه موده مخکې په پلازمینه کابل کې د عیدګاه جامع جومات په مخکې چې په جومات کې د فاتحې مراسمو دوام درلود ځانمرګی برید شوی وو.

پدې برید کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.

خو ددې برید مسئولیت تر اوسه پورې کوم چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه