د افغانستان په ننګرهار ولایت کې مرموزې وژنې دوام لري.
په جلال آباد کې ښار کې ۸ تنه د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي دي
په جلال آباد کې ۸ تنه د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي دي.
د ویلو ده چې پدې ولایت کې تیره ورځ هم د ۴ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی وو.
ځايي رسنیو ویلي دي چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ تنه د نامعلومو کسانو لخوا وژل شوي دي.
دا پيښې د جلال آباد ښار په لومړۍ، دریمې او شپږمې ناحیو په مربوطاتو کې رامنځته شوي دي.
ویل کیږي د نوموړو ۸ تنو نه د پنځو تنو مړي د لومړۍ او دریمې ناحیو نه او د درې تنو نورو مړي د هدې فارم په سیمه کې موندل شوي دي.
د ویلو ده چې د تیرو څو ورځو راهیسې په کابل او جلال آباد ښارونو کې د جنايي جرمو کچه ښه پسې لوړه شوې ده .
هدفي وژنې، غلاوې او اختطاف پيښې یو ځل بیا ډیرې شوي دي.
په کابل کې یو تن سوداګر ویلي دي چې کوچنی زوی يي د نامعلومو کسانو لخوا تښتول شوی دی او د هغه نه د زوی په بدل کې د پنځه لکه ډالرو غوښتنه کوي.
هغه ویلي دي چې ډیر کوچنی سوداګر دی او دهیچا سره کومه ستونزه او دښمني نلري.
هغه د طالبانو نه غوښتنه وکړه چې هر څه ژر يي زوی پیدا او خپلې کورنۍ ته يي وسپاري.
د بله پلوه تیره ورځ جلال آباد کې ۴ تنه وژل شوي وو چې طالبانو ویلي وو د داعش ترهګرې ډلې غړي وو.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی