طالبانو د ملګروملتونو سازمان ۷۶ کلنۍ اسمبله کې د ګډون غوښتنه کړې ده .

طالبان د نړۍ لخوا دوې د رسمیت پیژندو په لټه کې دي

1708934
طالبانو د ملګروملتونو سازمان ۷۶ کلنۍ اسمبله کې د ګډون غوښتنه کړې ده .

 

پداسې حال کې چې د ملګروملتونو سازمان په سږنۍ اسمبله کې  د افغانستان په استازیتوب څوک ګډون کوي‌ د مسئلې په اړه بحثونه دوام لري‌ طالبانو ملګروملتونو سازمان عمومی‌ سکرتر ته د لیک په استولو سره په اسمبله کې دوې ته د ګډون غوښتنه کړې ده .

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي‌ لخوا په لیږل شوي‌ لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې د ملګروملتونو سازمان په کلنۍ اسمبله کې باید د افغانستان استازیتوب د پخواني‌ دولت استازی نه بلکې د طالبانو استازی استازیتوب وکړي.

متقي‌ پدې لیک کې د طالبانو د ویاندانو نه سهیل شاهین د خپل استازي‌ په توګه ټاکلی او معرفي‌ کړی دی.

د ویلو ده د ملګروملتونو په سازمان کې اوس هم د پخواني‌ حکومت استازی غلام اسحاق زی  د افغانستان استازیتوب کوي.

د ویلو ده چې د هیوادونو لخوا د ملګروملتونو سازمان ته د خپلو دایمي‌ استازو یا سفیرانو د معرفي‌ کولو نه وروسته د ملګروملتونو سازمان د عمومي‌ مجمع  د اعتماد کمیټې ته معرفي‌ کیږي. دا کمیټه يي په اړه وروستی تصمیم نیسي.

دا چې تر اوسه پورې هیڅکوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی ندی  د همدې امله د افغانستان په ټولو سیاسي‌ نماینده ګیو او سفارت خانو کې د پخواني‌ حکومت ډیپلوماتان خپلو دندو ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه