طالبانو په افغانستان کې موقتي‌ حکومت اعلان کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د اسلامي‌ امارت پریکړه وکړه چې په هیواد کې د دولتي‌ چارو د پرمخ وړو په خاطر سرپرسته ادارې اعلان کړي.

1704124
طالبانو په افغانستان کې موقتي‌ حکومت اعلان کړ.

طالبانو په افغانستان کې موقتي‌ حکومت اعلان کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د اسلامي‌ امارت پریکړه وکړه چې په هیواد کې د دولتي‌ چارو د پرمخ وړو په خاطر سرپرسته ادارې اعلان کړي.

د سرپرستې ادارې مشران په لاندې ډول دي.

ملا محمد حسن اخند  سرپرست لومړی وزیر.

ملا عبدالغني‌ برادر  د لومړي‌ وزیر مرستیال

ملا عبدالسلام حنفي‌ د لومړي‌‌ وزیر مرستیال

مولوي یعقوب  د دفاع وزارت سرپرست.

مولوي  سراج الدین حقاني‌ د کورنیو چارو سرپرست وزیر.

مولوي‌ امیر خان متقي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر

ملا هدایت الله بدري‌  مالیه سرپرست وزیر

ملا خیر الله خیر خوا  د اطلاعاتو او فرهنګ  سرپرست وزیر

شیخ  مولوي نور الله منیر د پوهنې د چارو سرپرست وزیر

قاري ‌دین محمد حنیف  د اقتصاد سرپرست  وزیر
 مولوي نورمحمد ثاقب د حج او اوقافو سرپرست  وزیر

مولوي‌ عبدالحکیم  شرعي  د عدلیې سرپرست  وزیر

ملا نور الله نوري د سرحداتو او قبایلو چارو سرپرست وزیر

ملا محمد یونس اخندزاده د کلیو د پراختیا  د چارو سرپرست وزیر

شیخ محمد خالد د دعوت ارشاد او امر بالمعرف سرپرست وزیر

ملا عبدالمنان عمري د ټولګټو چارو سرپرست وزیر

ملا محمد عیسی اخند د معادن او پطرولیم سرپرست وزیر

ملا عبدالطیف منصور د اوبو او برښنا سرپرست وزیر

ملا حمید الله اخندزاده د هوانورۍ او ټرانسپورت سرپرست وزیر

مولوي نجیب الله حقاني‌ د مخابراتو سرپرست وزیر

خلیل الرحمان حقاني د کډوالو د چارو سرپرست وزیر

ملا عبدالحق وثیق د استخباراتو عمومي‌ رئیس

محمد ادریس د افغانستان بانک عمومي رئیس

مولوي احمد جان احمدي د چارو د ریاست عمومي‌ رئیس

ملا محمد فاضل د دفاع د وزارت مرستیال

قاري‌ فصیح الدین لوی درستیز

شیرمحمد ستانکزی د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال

ذبیح الله مجاهد د اعلاعاتو او کولتور د وزارت سرپرست

ملا تاج میر جواد د استخباراتو د ریاست لومړی مرستیال

ملا رحمت الله نجیب د استخباراتو د ریاست اداري‌ مرستیال

ملا عبدالحق اخند د کورنیو چارو د وزارت مرستیال.



اړوند خبرونه