په کابل کې په ډزو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په کابل کې په هوايي ډزو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي‌ دي

1702390
په کابل کې په ډزو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 د افغانستان په پلازمینه کابل کې په هوايي ډزو کې لږ تر لږه ۱۷ تنه مړه او ۴۱ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

په کابل کې د ټي‌ آر ټي‌ خبریال ویلي‌ دي چې تیره شپه په کابل کې د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالۍ  د طالبانو لخوا د نیول کیدو نه وروسته په کابل کې د خوښۍ هوايي ډزې وشوې.

پدې ډزو کې لږ تر لږه ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۱ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

همداشان ځینو رسنیو د پنجشیر ولایت  د سقوط نه خبر ورکړ خو ځينو نورو بیا وویل چې ټول پنجشیر سقوط ندی کړی یواځې پریان  ولسوالي‌ طالبانو نیولې ده.

د بله پلوه  په پنجشیر کې نښتو دواړو خواوو ته د پام وړ ځاني‌ زیانونه اړولي‌ دي.



اړوند خبرونه