طالبانو په افغانستان کې د ټولو دولتي‌ مامورینو ته عمومي‌ بښنه اعلان کړه

طالبانو په افغانستان کې ښځو ته خپلو دندو ته د راستنیدو بلنه ورکړه

1692585
طالبانو په افغانستان کې د ټولو دولتي‌ مامورینو ته عمومي‌ بښنه اعلان کړه

طالبانو په افغانستان کې عمومي‌ بښنه اعلان کړه. همداشان طالبانو د هیواد په ښځو غږ وکړ د پخوا په څیر خپلو دندو ته راشي‌ .

د طالبانو د کولتور د کمیسیون غړي‌ انعام الله سمنګاني‌ د افغانستان د ملي‌ تلویزیون سره مرکه وکړه. هغه وویل چې طالبانو مشرتابه په ټول هیواد کې عمومي‌ بښنه اعلان کړې او ښځو ته بلنه ورکوي‌ چې خپلو دندو ته راستنې شي.

هغه وویل چې طالبان نه غواړي‌ چې په افغانستان کې ښځې قرباني‌ کړې. د ښځو نه غواړي‌ چې ددوې سره په حکومت کې ونډه واخلي‌ او خپلو دندو ته راشي.

هغه وویل چې مونږ د هیوادوالو د طالبانو سره د همغږۍ او همکارۍ تمه لرو. ځکه چې زمونږ ملت مسلمان ملت دی او مونږ نه غواړو چې پر هغوې څه تحمیل کړو.

د ویلو ده چې طالبانو د اګست په ۱۵ مه نیټه کابل په نیولو سره د هیواد واک په لاس کې واخیست.



اړوند خبرونه