طالبانو د غزني نه وروسته کندهار، هلمند، بادغیس او غور ولایتونه هم ونیول
په افغانستان کې طالبانو د بادغیس، غور، هلمند او کندهار ولایتونو د نیولو سره د نیولو ولایتونو شمیره ۱۵ ته لوړه کړه

.
د بادغیس ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیک خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره ورځ د دې ښار د مرکز د قلعه نو د نیولو په خاطر بریدونو کچه لوړه کړه چې بالاخره نن د سهار په ساعتونو کې قلعه نو ښار ونیو.
د قلعه نو امنیتي ځواکونه د ښار په څنډو کې پرتو پوځي هډو ته په شا شوي دي.
هغه ویلي دي چې د پوځي هډو نه پرته د قلعه نو نور ټولې سیمې د طالبانو لخوا نیول شوي دي.
د بله پلوه د افغانستان په ولسي جرګه کې د غور د ولایت استازې فاطمه کوهستاني ویلي دي چې طالبانو پرون د ماښام په ساعتونو کې په فیروز کوه بریدونه ډیر کړل او بالاخره چې دا ښار يي ونیو.
هغې وویل چې د ښار مرکز د طالبانو لاس ته د غورځیدو نه وروسته امنیتي ځواکونو د مقامت نه پرته د ښار نه ووتل.
همداشان په افغانستان کې د ستراتیژیک اهمیت نه برښمند د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار هم طالبانو ته لاس ته وغورځید.
په پارلمان کې د هلمند ولایت استازي میرویس خادم ویلي دي چې طالبانو نږدې یوه میاشت مخکې د لښکرګاه ښار د نیولو په خاطر بریدونه پيل کړي وو.
امنیتي ځواکونه تیره شپه د ښار نه په شا کیدو ته اړ شول. امنیتي ځواکونه د شورابک هوايي ډګر ته په شا شوي دي.
همداشان طالبانو د افغانستان دویم ستر ښار د کندهار ولایت هم ونیو.
د یادولو وړ ده چې نوموړو ولایتونو د غزني ولایت د سقوط نه وروسته سقوط وکړ.