د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د ځانګړې استازې خبرداری

ملګروملتونو سازمان خبرداری ورکړ چې افغانستان په یوې ډیر خطرناک پړاو ته داخل شوی دی

1687056
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د ځانګړې استازې خبرداری

ملګروملتونو سازمان خبرداری ورکړ چې افغانستان په یوې ډیر خطرناک پړاو ته داخل شوی دی. یواځې په تیرو یوه میاشت کې په نښتو کې تر زرو تنو ډیر ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړې استازې دبورا لیونز د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ته د افغانستان په اړه معلومات ورکړل.

هغې وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه یو ډیر خطرناکه پړاو ته داخله شوې ده . پدې هیواد کې د طالبانو پر مختګ دوام لري .

هغې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې یا یو واقعي‌ سوله او یا خو یو ډیر وحشي او ډارونکی بشري‌ وضعیت زمونږ انتظار کوي. پدې هیواد کې د بشري‌ حقونو نه سرغړونې او نښتې په یو بل کې ننوتي‌ دي. یو ډير بد او خراب وضعیت زمونږ انتظار باسي. دا ډول یو فلاکت او ناورین به یواخې افغانستان نه بلکې  ددې هیواد د پولو نه بهر هم ډیرې منفي‌ او ناوړې پایلې ولري. په نورو به هم ناوړه اغیزې وکړي.

هغې وویل چې افغانستان یو ډیر خطر ناک پړاو ته داخل شوی دی. یواځې په تیرې یوه میاشت کې څه باندې ۱۰۰۰ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی. هغې وویل چې د افغانستان روان وضعیت مونږ ته د سوریی بحران او بوسیناهیرزګوینا نښتې راپه یادې کړې.

همداشان هغې خبرداری ورکړ چې روان وضعیت به د افغانستان نه د کډوالۍ ستره څپه پیل کړي. هم په قانوني‌ توګه او هم په غیرې قانوني‌ توګه.



اړوند خبرونه