امریکا او انګلستان : طالبانو په کندهار ولایت کې د ملکي وګړو ډله ایزې وژنې کړي

په افغانستان کې د امریکا او انګلستان سفارتخانو طالبان پدې هیواد کې د ملکي  وګړو پر ډله ایزو وژنو تورن کړل.

1684662
امریکا او انګلستان : طالبانو په کندهار ولایت کې د ملکي وګړو ډله ایزې وژنې کړي

 

په افغانستان کې د امریکا او انګلستان سفارتخانو ویلي دي چې طالبانو د هیواد په سویل کې په کندهار ولایت کې د ملکي وګړو ډله ایزې وژنې کړي دي.

د امریکا او انګلستان سفارخانو دا خبره په خپره کړې ګډه اعلامیه کې کړې ده .

هغوې ویلي دي  چې طالبانو په کندهار ولایت کې د غچ اخیستو په پار د ملکي  وګړو ډله ایزې وژنې کړي  چې  کیدای شي په  جنګي جنایتونو کې وشمیرل شي.

په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د کندهار ولایت د سپین بولدک  په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د ډله ایزو وژنو  مسئله باید وڅیړل شي او  فاعلینو او مسئولینو نه يي باید حساب وپوښتل شي.

طالب مشران باید د خپلو وسله والو او قومندانانو لخوا د ترسره شوو دې جنایتونو ځواب ووايي.

پدې اعلامیه کې پر طالب مشرانو غږ شوی دی ، که چیرې تاسې اوس د خپلو جنګیالیو د کنټرول توان نلرۍ تاسې به وروسته په حکومتدارۍ کې هیڅ ونشې کړې.

 



اړوند خبرونه