د افغانستان د نورستان په ولایت کې د راوتلو سیلاونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۱۱۳ تنو لوړه شوه.

په نورستان کې د تیرې چار شنبې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۱۱۳ تنو ته لوړه شوه

1683421
د افغانستان د نورستان په ولایت کې د راوتلو سیلاونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۱۱۳ تنو لوړه شوه.

 

د ویلو ده چې د افغانستان په ختیځ کې په نورستان ولایت کې څو ورځې مخکې د ډیرو زورورو بارانونو د اورښت په نتیجه کې ډیر ستر سیلاونه راوتل چې ډیر زیات ځاني‌ او مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړي‌ سیلاونه چې د نورستان د کامدیش په ولسوالۍ کې راوتلي‌ دي‌ تر اوسه پورې ۱۱۳ تنه وژلي او لږ تر لږه ۱۷۳ کورونه يي ویجاړ کړي‌ دي. همداشان پدې سیلاونو کې په لسګونو تنه ټپیان شوي‌ هم دي.

همداشان سیمه ایزو چارواکي‌ وايي چې پدې سیلاونو کې په لسګونو تنه درکه شوي دي‌ چې د موندولو په خاطر يي پلټنې دوام لري.

د نورستان والي‌ حافظ عبدالقیوم خبري رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې دا سیلاونه د تیرې چارشنبې د ورځې د شپې په ۱۲ بجو راووتل چې یو زیات شمیر کسان يي په خوب کې غافګیره کړي‌ دي. د نوموړو سیلاونو له امله تر اوسه پورې د ۱۱۳ تنو مړي‌ موندل شوي‌ چې ښځې او ماشومان هم پکې شتون لري.

هغه ویلي‌ دي‌ چې سیلاونو سیمې ته د ځاني‌ زیانونو ترڅنګ ډیر زیات مالي‌ زیانونه هم اړولي‌ دي.

د افغانستان د سرې میاشتې ادارې ویلي‌ دي چې

پدې سیلاونو کې ۹۰۰ جریبه مځکه ، ۱۴ ژرندونو، یک جومات، ۵۰ د برښنا کوچنیو بندونو، ۱۳ دوکانونو ، ۶ پلونو، یو د میردیش عمومي‌ پل او ۱۲ کیلومتره سړکان او ۳۲۰۰ میوه لرونکې ونې  تخریب کړي‌ دي. همداشان د سیلاونو له امله یو رستورانت او دوه پوځي‌ هډې او د څښاک د اوبو یوه شبکه هم له منځه وړې ده.

په افغانستان کې ناورین او طبعي‌ پيښو ته د رسیده ګۍ ادارې ویلي‌ دي‌ چې سیلاب ځپلې سیمې د طالبانو ترکنټرول لاندې دي‌ چې د همدې امله سیمې ته بشردوستان نه مرستې ندي‌ رسیدلي.



اړوند خبرونه