په نورستان کې د سیلاونو له امله ۶۰ تنه مړه او ۱۵۰ تنه لا درکه شوي‌ دي

د افغانستان په ختیځ کې  په نورستان ولایت کې د راوتلو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۶۰ تنو ته لوړه شوې ده .

1683207
په نورستان کې د سیلاونو له امله ۶۰ تنه مړه او ۱۵۰ تنه لا درکه شوي‌ دي

 

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي  چې د جولای په ۲۹ مه نيټه د نورستان ولایت د کامدیش په ولسوالۍ کې د ډیرو زورورو بارانونو په پایله کې د راوتلو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۶۰ تنو ته لوړه شوې ده .

هغه ویلي‌‌ دي چې ددې سیلاونو له امله څه باندې ۱۵۰ تنه لا درکه شوي‌ دي.

والي‌ وویل چې په سیمه کې د پلټنې چارې دوام لري.

د بله پلوه د افغانستان د ناورین او بیړنیو حالاتو پر خلاف د مبارزې د دولت وزارت ویلي‌ دي‌ چې د نوموړو سیلاونو په پایله کې ۱۵۰ کورونه او ۲ پلونه ویجاړ شوي‌ دي.

مسئولینو ویلي‌ دا چې سیلاب ځپلې سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده د همدې امله سیمې ته بشري‌ مرستې ندي‌ رسول شوي‌.

د بله پلوه طالبانو ویلي‌ دي‌ چې ټولو مرستندویه اداراتو ته چې وغواړي‌ سیلاب ځپلو ته مرستې ورسوي‌ هر ډول اسانتیاوې رامنځته کوي.



اړوند خبرونه