په افغانستان کې طالبانو د لویو ښارونو پر مرکزونو بریدونه پيل کړي دي.

طالبانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د څلورو ولایتونو په مرکزونو بریدونه کړي‌

1683158
په افغانستان کې طالبانو د لویو ښارونو پر مرکزونو بریدونه پيل کړي دي.

 

طالبانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په لویديځ کې د هرات، په سویل کې هلمند او کندهار او په شمال ختیځ کې د تخار ولایتونو په مرکزونو د څو خواوو نه بریدونه پيل کړي‌ دي.

د هرات ولایت مسئولینو ویلي‌ دي چې  طالب اورپکو د هرات ولایت پر مرکز د څو خواوو نه بریدونه پيل کړي‌ دي‌ چې د حکومتي‌ ځواکونو د ډیر سخت مقامت او ځوابي‌ برید سره مخامخ شوي‌ دي. د هرات ښار په لمنو کې اوس هم جګړه روانه ده.

امنیتي‌ ځواکونو د هرات ولایت د نړۍوال هوايي ډګر په شاوخوا کې  پر تصفیوي‌ عملیاتو پيل کړی دی. جګړې دوام لري. د هرات ولایت د هوايي ډګر په شاوخوا کې د روانو نښتو له امله هوايي ډګر د تیرو دوو ورځو راهیسې د هوايي ټرافیک پر مخ تړل شوی دی.

امنیتي‌ مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې په هرات کې طالبانو ته ډیر ستر ځاني‌ زیانونه اړولي‌ دي.

د بله پلوه د هرات ولایت د حوزوي‌ روغتون مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې پدې نښتو کې د پنځو تنو سرتیرو مړي‌ روغتون ته انتقال شوي‌ دي.

د ویلو ده چې طالب اورپکو تیره ورځ د هلمند ولایت پر مرکز لښکرګاه ښار باندې هم د څو خواوو نه پراخه بریدونه پيل کړي‌ دي.

د هلمند ولایت د ولایتي‌ شورا مشر عطاالله افغان خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې طالب اورپکو د هلمند ولایت پر مرکز لښکرګاه ښار پراخه بریدونه کړي‌ او جګړه دوام لري.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د هلمند په ولایت کې یو زیات شمیر سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

د بله پلوه هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو یو تن قومندان جنرال سمیع سادات خبري‌ رسنیو ته په استولي‌ ویدیويي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې طالبانو د څو خواوو نه په لښکرګاه ښار برید کړی وو چې برید يي په شا تنبول شوی دی. هغه ویلي دي‌ چې طالبانو ته ډیر ستر ځاني زیانونه اړولي‌ دي. هغه ویلي‌ دي‌ که چیرې یو تن طالب ښار ته راداخل شي‌ یو تن به ووژل شي‌ او که سل تنه راداخل شي‌ سل تنه به ووژل شي.

هغه ډاډ ورکړی چې د ښار امنیت د افغان ځواکونو په لاس کې دی او د اندیښنې وړ خبره نشته.

د بله پلوه طالبانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار ولایت په مرکز هم برید کړی دی.

د کندهار ولایت روغتیايي مسئولینو ویلي دي‌ چې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ په کندهار کې  هم د طالبانو بریدونه په شا تنبول شوي‌ دي.

د بله پلوه طالب اورپکو تیره ورځ د هیواد په شمال ختیځ کې د تخار ولایت په مرکز هم بریدونه وکړل. د تخار ولایت مسئولینو ویلي دي‌ چې طالبانو تیره ورځ‌  تخار ولایت پر مرکز بریدونه وکړل چې د ډیرو سترو ځاني‌ زیانونو په لیدو سره په شا وتنبول شول.

د افغانستان د ملي‌ دفاع وزارت ویلي دي‌ چې په تخار د طالبانو برید په شا تنبول شوی دی.

دفاع وزارت ویلي دي‌ چې د طالبانو پر خلاف په روانو عملیاتو او بریدونو کې طالبانو ته ډیر ستر ځاني‌ ګوزارونه ورکړي‌ دي.



اړوند خبرونه