امریکا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ژباړونکو او مرستندویانو لومړنۍ ډله امریکا ته انتقال کړه

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو افغان ژباوړونکې  او نور مرستندویانو لومړنۍ ډله د کورنیو  سره یو ځای امریکا ته انتقال شول.

1682879
امریکا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ژباړونکو او مرستندویانو لومړنۍ ډله امریکا ته انتقال کړه

 

د ویلو ده چې د امریکايي ځواکونو افغان ژباړونکو او نورو مرستندویانو کورنیو نه جوړ ۲۵۰۰ تنه د کډوالۍ د ځانګړې ویزې سره امریکا ته انتقال کړل شول. نوموړي‌ کسان د قانوني‌ چارو د پایته رسیدو پورې د امریکا د پلازمینې واشنګټن په شاوخوا کې د فورت لي‌ په پوځي‌ هډه کې ساتل کیږي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا د حکومت او وسله والو ځواکونو سره د ژباړونکو او یا مرستندویانو په توګه کار کوونکو ته د امریکا حکومت د کډوالۍ ځانګړې ویزه ورکړه او وروسته ورته په امریکا کې ګرین کارت ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ چې د ۲۰۰۸ کال راهیسې نږدې ۷۰ زره تنه افغانان د کډوالۍ د نوموړې ځانګړې ویزې سره امریکا ته راغلي‌ او میشت شوي دي.

د بله پلوه ( یو کس شاته مه پریږده ) په نامه ملکي‌ ټولنې د راپور په خپرولو سره ویلي دي چې تر ننه پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څه باندې ۳۰۰ تنه افغان ژباوړونکي‌ وژل شوي‌ دي.

امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نه نږدې ۹۵ سنله خپل ځواکونه ویستي‌ دي. همداشان د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو د بهیر د پيلیدو سره سم طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه ډیر کړي‌ او د خپل کنټرول لاندې سیمه يي هم پراخه کړې ده .



اړوند خبرونه