د کابل په ښار ګن شمیر راکټي بریدونه شوي دي
د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کابل په ښار ګن شمیر راکټي بریدونه شوي
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د اختر د لمانځه پر مهال ګن شمیر راکټي بریدونه شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میروس ستانکزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې په ۸ بجو او ۸ دقیقو د اختر د لمانځه پر مهال د ولسمشرۍ پر لورې راکټي بریدونه شوي دي.
هغه ویلي دي چې دا راکټي بریدونه د کابل د څلورمې امنیتي حوزې د مربوطاتو نه د دریم پروان د سیمې نه توغول شوي دي.
د راکټونو نه دوه د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا کې او یو هم د عیدګاه جومات شاته لګیدلی دی.
ویاند ویلي دي چې پدې بریدونو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د بله پلوه عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دریم پروان د سیمې نه د یو سراچه ډوله موټر نه د کابل د ښار پر لورې ۶ راکټونه توغول شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی