په پکتیا کې خونړۍ چاودنه شوې

په پکتیا کې چاودنې ګڼ شمیر ملکي‌ وګړي‌ ووژل

1661916
په پکتیا کې خونړۍ چاودنه شوې

د افغانستان د پکتیا په ولایت کې چاودنه شوې ده .

د پکتیا ولایت د سیمه ایزو مقاماتو په وینا دا چاودنه نن دوشنبه د سهار په ساعتونو کې د احمد آباد په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

چاودنه د سړک د غاړې د ماین د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

په چاودنه کې لږ تر لږه ۴ تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

پداسې حال کې چې د برید مسئولیت چا په غاړ ندی اخیستی خو سیمه ایزو مقامات د برید پړه پر طالبانو اچوي.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د ملکي‌ وګړو ډیری مرګ ژوبله د ماینونو له امله رامنځته کیږي.



اړوند خبرونه