په ننګرهار ولایت کې د ګوزن واکسین پر واکسیناتورانو مرګوني‌ بریدونه شوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ګوزن واکسین په رضاکاره ډلو ۴ جلا جلا وسله وال بریدونه شوي‌ دي.

1658114
په ننګرهار ولایت کې د ګوزن واکسین پر واکسیناتورانو مرګوني‌ بریدونه شوي

 

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویلي‌ دي‌ چې په ننګرهار ولایت کې د ګوزن واکسین په رضاکاره ډلو ۳ جلا وسله وال بریدونه شوي‌ دي.

لومړی برید د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتله سیمه کې  شوی دی چې په نتیجه کې یو تن واکسیناتور مړ او بل ټپي‌ شوی دی.

همداشان بل برید بیا د همدې ولسوالۍ د کږې په ولسوالۍ کې شوی دی چې په نتیجه کې یو تن واکسیناتور ژوند د لاسه ورکړی دی.

دریم برید د ننګرهار ولایت د سره رود په ولسوالۍ کې شوی دی چې په نتیجه کې دوه تنه واکسیناتورانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

څلورم برید د جلال آباد ښار د دریمې ناحیې په مربوطاتو کې  د واکسین په رضاکاره ډلې شوی دی چې په نتیجه کې دوه تنه واکسیناتوران ټپیان شوي‌ دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي‌ دي‌ چې دا ټول بریدونه په ډیره کمه مصافه کې د دوو ساعتونو په دننه کې ترسره شوي‌ دي.

په ننګرهار ولایت کې د ګوزن واکسین په رضاکاره ډلو د ناپیژانده وسله والو ډلو د بریدونو نه وروسته د واکسین کمپاین درلول شوی دی.

د بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د ننګرهار د والي‌ ویاند هم د بریدونو پخلی کړی دی .

د ویلو ده چې افغانستان یو د هغه هیوادونو نه دی چې اوس هم پکې ګوزن ناروغي د یو زیات شمیر ماشومانو ژوند ګواښي.



اړوند خبرونه