په میدان وردک ولایت کې پوځي‌ چورلکې سقوط کړی

د افغانستان د میدان وردک په ولایت کې پوځي‌ چورلکې سقوط کړی دی.

1654554
په میدان وردک ولایت کې پوځي‌ چورلکې سقوط کړی

 

د افغانستان د ملي‌ دفاع وزارت ویلي دي چې د میدان وردک ولایت د چغتو په ولسوالۍ کې یوې پوځي‌ چورلکې بیړنۍ ناسته کړې ده چې په نتیجه کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او یو تن بل سخت ټپي شوی دی.

دفاع وزارت ویلي دي چې دا چورلکه د تخنیکي‌ ستونزې له امله لویدلې ده .

د بله پلوه طالبانو ددې چورلکې د ویشتو ادعاء کړې ده . د طالبانو ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي دي‌ چې دا چورلکه ددوې لخوا ویشتل شوې ده . الوتکه په چغتو ولسوالۍ کې د محاصره شوو پوځیانو د تخلیې په موخه راغلې وه چې وویشتل شوه.

خو د افغانستان د دفاع وزارت بیا دا ادعا‌ء رد کړې ده.



اړوند خبرونه