په غور او فاریاب ولایتونو کې پر پولیسو خونړي‌ بریدونه شوي‌

په غور او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې ګن شمیر افغان ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی

1652496
په غور او فاریاب ولایتونو کې پر پولیسو خونړي‌ بریدونه شوي‌

د افغانستان د غور په ولایت  د شهرک د ولسوالۍ د عامه نظم پر قرارګاه چاودنه شوې ده.

د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ د پولیسو مشر برهان الدین پهلوي‌ خبري‌ رسنیو ته  ویلي‌ دي‌ چې د عامه نظم د ځواکونو پر قرارګاه بمي‌ برید شوی دی.

هغه ویلي‌ دي‌ چې په ډیرې خواشینۍ سره پدې بمي‌ برید او چاودنه کې لس تنه بولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه لادرکه شوي‌ دي.

د لا درکه شوو کسانو نه یو تن ژونډې موندل شوی دی.

د ویلو ده چې د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت د قیصار د ولسوالۍ د امنیې پر قومندانۍ هم ډله ایز برید شوی دی چې په نتیجه کې د امنیې قومندان په ګډون ګن شمیر پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.

دا خبره د فاریاب ولایت د ولایتي‌ شورا یو تن غړي‌  نادر سعیدي کړې ده . هغه ویلي‌ دي‌ چې د قیصار ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ باندې برید تیره شپه شوی دی.

هغه پدې پیښه کې د قیصار ولسوالۍ د امنیې قومندان سیف الرحمان په ګډون د ۱۴ تنو پولیسو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه